اطلاعات روز: په سياسي او سولییزو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډي کارلو وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د راستنېدو مخه نيسي.
دې نن (دوشنبه، ۴ د وږي) پر ایکس ليکلي چې دا قانون د بشر په ځانګړې توګه ښځو حقوق او ازادۍ محدودوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې دا قانون د انساني وجدان خلاف بللی دی.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تازه توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی دی او اوس مهال دا قانون نافذ دی.
د دې قانون دیارلسمه ماده د ښځو حجاب ته ځانګړې شوې ده، د هغوی د ټول بدن پټول يې لازمي ګڼلي او د هغوی غږ یې هم عورت بللی دی.
د دې قانون له مخې نوروز، یلدا شپه، اور لوبه، د ږيرې خرېيل او تر قبضې کمول، د نیکټايي اغوستل او د شریعت خلاف وېښتان جوړول، له کوره د ښځو د غږ وتل او په کمپیوټر او موبایل کې د ژویو عکسونه او فلمونه کتل «ځانګړي منکرات» دي او ویل شوي چې محتسب مسوولیت لري چې مخه یې ونيسي.
د دې قانون توشیح کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدودیتونه لغو کړي.