close

په کابل او پکتیا کې د بیزو په تڼاکو د اخته کېدو دوې مشکوکې پېښې ثبت شوې

اطلاعات روز: روغتيايي سرچینې په کابل او پکتیا کې د بیزو د تڼاکو یا هم ایم‌پاکس د دوو مشکوکو پېښو خبر ورکوي.

يوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې په کابل کې يوه نجلۍ چې د بیزو د تڼاکو نښې يې درلودې د ماشومانو په روغتون کې بستري شوې ده.

د دې روغتون یو ډاکټر وايي چې دا ماشوم د کابل د فرزه ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا پېښه نن (دوشنبه، ۵ د وږي) تشخیص شوې ده.

په پکتیا کې هم سرچینې وايي چې پرون (یکشنبه، ۴ د وږي) په کوثر روغتون کې د بیزو د تڼاکو یوه مشکومه پېښه ثبت شوې ده.

د طالبانو روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

څرګنده نه ده چې په ایم‌پاکس اخته کسان په هیواد کې دننه وو او که له بهره راغلي دي.

د بیزو په تڼاکو د اخته کېدو پېښې په پاکستان کې هم ثبت شوې دي.