close

طالبانو په زابل کې ۱۲ تنه په درو وهلي

اطلاعات روز: د زابل لپاره د طالبانو ایتداییه محکمې ويلي چې ۱۲ تنه يې د بېلابېلو «جرمونو» په تور په درو وهلي او تعزیري سزاګانې يې ورته ورکړې دي.

د دې محکمې په وینا، دې دوولس تنو ته يې د «جرمونو» تر اثبات وروسته نن (دوشنبه، ۵ د وږي) تعزيري سزاوې ورکړې دي.

د زابل ابتداییه محکمې ویلي چې دا کسان هر یو له ۲۰ څخه تر ۳۹ درو وهل شوي.

دې محکمې همدا راز ويلي چې دا کسان له ۸ میاشتو څخه بیا تر ۶ کلونو پورې په زندان هم محکوم شوي دي.

د زابل لپاره د طالبانو محکمې زیاته کړې چې دا ټول کسان نارینه وو او د غلا، وژنې، میرمنو د تښتونې او نامشروع اړیکو په تور نیول شوي وو.

طالبانو تردې مخکي هم د هیواد په نورو ولایتونو کې یو شمېر میرمنې او نارینه‌ په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

د بشري حقونه بنسټونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاوو ورکول د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف ګڼي او له دې ډلې غواړي چې د داسې سزاوو له ورکولو دې ډډه وکړي.