close
Photo: @MoDAfghanistan2

د خبریالانو مرکز: د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر رسنیو بندیزونه نور هم کلکوي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر رسنیو او خبریالانو بندیزونه نور هم کلکوي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۵ د وږي) د يوې اعلامیې په خپرولو سره د دې قانون د پلي کولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې ويل شوي: «په دې قانون کې ښکاره او مبهم محدودیتونه په پام کې نيول شوي چې کولای شي د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو کارونه اغېزمن کړي.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په اوولسمه ماده کې ويل شوي چې یو محتسب باید د رسنیو مسوولین د داسې مطالبو په خپرولو مکلف کړي چې د مذهب او شریعت مخالف نه وي، د مسلمان توهين او تحقير پکې نه وي او ذي روح (د ژوندیو شیانو) عکسونه ونه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې «دا موضوع مبهمه ده او ښايي له دې بېلابېل برداشتونه شي او له امله يې رسنۍ او خبریالان وځپل شي.»

دې بنسټ د طالبانو د قانون د همدې مادې یو بل بند چې د ژوندیو شیانو عکسونه پکې منع شوي دي، د رسنیو په تړاو د طالبانو نوی فرمان ګڼلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې: «تر دې وړاندې د طالبانو د واکمنۍ په درو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو په اړه لږ تر لږه ۱۷ فرمانونه ورکړل شوي وو چې د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو ازادۍ يې زياتې محدودلې.»

دې مرکز نورو مواردو لکه د غږ له ثبتولو او راډیو څخه د سوء استفادې مخنيوي، له کوره د ښځو د غږ نه وتلو او د نیکټايي په غاړه کولو ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې د دې مواردو محتوا مهمه نه ده، خو د دې لپاره مجازات ټاکل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې مطرح شوي ښکاره او مبهم محدودیتونه چې په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر کار اغېز کوي، په تړاو يې جدي اندېښنه ښيي».

دې بنسټ زیاته کړې: «تازه محدودیتونه د ازادو رسنیو د ځپنې بهیر دی چې د ۱۴۰۰ کال په زمري کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره پیل شوی او له هماغه وخته په شفاهي او لیکلې بڼه رسنیو او خبریالانو ته رسول شوی دی. دا محدودیتونه د هیواد د عامه رسنیو له قانون سره چې د طالبانو حکومت هم منلی دی، په تضاد کې دي خو له دې قانون څخه یوازې د انتخاب په توګه استفاده کوي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر رسنیو د محدودیتونو او پر ټولنې يې د بدو پايلو په تړاو خبرداری ورکړی او له طالبانو يې غوښتي چې له رسنیو سره پر خپل چلند بیا ځلې غور وکړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د عامه رسنیو له قانون سره سم بنسټیز حقونه ولري.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تازه توګه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او د هیواد پر وګړو په ځانګړې توګه ښځو يې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

په دې قانون کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي ګڼل شوي او د ښځو غږ یې هم «عورت» بللی دی.

د دې قانون له مخې نوروز، یلدا شپه، اور لوبه، د ږيرې خرېيل او تر قبضې کمول، د نیکټايي اغوستل او د شریعت خلاف وېښتان جوړول، له کوره د ښځو د غږ وتل او په کمپیوټر او موبایل کې د ژویو عکسونه او فلمونه کتل «ځانګړي منکرات» دي او ویل شوي چې محتسب مسوولیت لري چې مخه یې ونيسي.

د دې قانون توشیح کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدودیتونه لغو کړي.