د دایکندي ولایت د سنگتخت اوبندر ولسوالۍ په کوچني کلي «قریودال» کې د خلکو عادي ژوند ګډوډ شوی. د پنجشنبې په ورځ (۲۲ د وږي)، کله چې وسله والو بریدګرو د دې کلي ۱۴ تنه ملکی وګړي له موټر څخه ښکته او په ډزو ووژل، له هغه راهیسې د دې کوچني کلي کورنۍ د ویر پر ټغر ناستې دي. د جمعې په ورځ د شاوخوا کلیو سلګونه خلکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، د شهیدانو د جنازې او خاورو ته د سپارنې په مراسمو کې برخه اخیستې وه. فضا د هغو ښځو له چیغو ډکه وه چې خپلوان یې بایللي وو. یوې ښځې خپل سر په یو جسد پورې نښلولی و او ژړل یې. لږ لېرې د منځني عمر دوو ښځو خپل لاسونه پرمخ وهل او په لوړ غږ یې ژړل. ځینو ښځو هڅه کوله چې ویر کوونکي ارام کړي.
دا په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژنې تازه پېښه ده چې داعش تروریستي ډلې «د اسلامي دولت خراسان څانګه» له لوري ترسره شوې. داعش د دې پېښې عکسونه خپاره کړي چې وسله وال کسان د کلاشینکوف او تفنګچو په واسطه ملکي وګړي په ډزو وژني.
د مذهب په نوم وژنه
د «قریودال» د پېښې په جنازه او خاورو ته د سپارنې په مراسمو کې هیڅ طالب چارواکی نه و حاضر. تر اوسه پورې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د هزاره ګانو د وژنې عاملین نه دي تعقیب کړي او نه یې نیولي دي.
عبدالحمید (مستعار نوم) چې د قریودال د کلي یو اوسېدونکی دی، له لومړنیو کسانو څخه و چې د دې وژنې ځای ته ورسېد. هغه چې غوښتل یې له نورو سره یو ځای بیرته راغلي مسافرین خوشحال کړي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي: «زه له نورو لږ وروسته روان شوم. خو کوتل ته لا نه وم رسېدلی چې ځینو خلکو راته وویل چې مخکې لاړ نه شم، ځکه نور یې وژلي دي. ما فکر کاوه دوی ټوکې کوي، خو دا حقیقت و. کله چې زه د پېښې ځای ته ورسېدم، ۱۴ تنه وژل شوي وو او څلور زخمیان مو په امبولانس کې بندر بازار ته انتقال کړل.»
یو تن ټپي عبدالحمید ته ویلي، چې څلورو وسله والو ځانونه د «اسلامي امارت» امنیتي مامورین معرفي کړي او بیا یې پرې ډزې کړي؛ «څلورو موټرسایکل سپرو چې له دریو سره کلاشینکوفونه وو، دا کسان درولي وو او ورته ویلي یې وو چې په سیمه کې یې یو مشکوک کس لیدلی او دوی باید تلاشي شي. د ټولو مبایلونه یې واخیستل او ویې ویل چې په قطار کې ودرېږئ، ترڅو ستاسو عکس واخلو. یوه یې وویل چې د عکس اخیستو اړتیا نشته او خپلو وسلو ته یې مرمۍ ور تېري کړې او ډزې يې پرې وکړې.»
د عبدالحمید له خبرو سره سم، څلورو بریدګرو په فارسي ژبه خبرې کولې او د ډزو پر مهال یې هزارهګان «کافر او مشرک» بلل.
د عبدالحمید په وینا، بریدګرو پر دې ۱۸ کسانو ډزې وکړې او کوم کسان چې ټپیان شوي وو، هغوی يې د توپنګچو په ډزو ووژل. بریدګرو ویل چې ووژنئ، دا کافران او مشرکان دي. کله چې هغوی فکر وکړ چې هېڅوک ژوندی نه دی پاتې، دوه تنه د کلي د اوسېدونکي پر نوي موټرسایکل سپاره شول او خپل زوړ موټرسایکل یې پرېښود او د شخنو پر لار غور ته ولاړل.
د کلي خلکو ټپیان د درملنې لپاره د دایکندي د مرکز نیلي ښار دولتي روغتون ته لېږدولي دي. عبدالحمید وایي چې د یوه ټپي وضعیت خراب دی؛ «دوه تنه په بازو او نس کې ټپیان دي، یو په ورون او بل په لاس کې ټپي شوی دی. هغه کس چې په ورون کې ټپي شوی، وضعیت یې ډېر خراب دی. د دریو نورو ټپیانو وضعیت هم ښه نه دی.»
د طالبانو بېپروايي
د قریودال یو مشر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې پر ۱۴ ملکي وګړو د وسله والو کسانو تر ډزو وروسته خلکو د هغوی د تعقیب نیت درلود، خو طالبانو منع کړل.
هغه زیاتوي: «زوم او د تره زوی مې په دې پېښه کې وژل شوي او دوه تنه خپلوان مې هم ټپیان شوي دي. د تره زوی مې تېر کال واده کړی و او اولاد یې نه درلود، خو زوم مې چې د ماما زوی مې و، اووه اولادونه یې درلودل. د دې پېښې لس تنه شهیدان متأهل وو او اوس د دوی کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوې.»
دې سړي وویل، چې وسله وال بریدګر د ملکي وګړو تر وژلو وروسته د «پالوسنګ» پر لور تللي او له هغه ځایه د «جر شخنو» پر لور روان شوي، خو طالبانو د هغوی د نیولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی؛ «جر شخنو یوه سخته لاره ده او یوازې یو تن پر موټرسایکل پرې تېرېدای شي. که خلک په دې څلورو کسانو پسې روان شوي وای، حتماً به یې نیولي وای خو طالبانو خلکو ته وویل چې هغوی تعقیب نه کړي. په خپله طالبان هم ورپسې نه دې ورغلي.»
د اسلامي دولت خراسان څانګې (داعش) د دایکندي د عام وژنې مسوولیت منلی او د ویډیوګانو یو سکرین شاټ یې د دې ادعا د اثبات لپاره خپور کړی دی. داعش ویلي چې د دایکندي ولایت په سنگتخت اوبندر کې یې ۱۵ شیعه وګړي وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تر ډېرو پېښو وروسته د وژل شویو لپاره د «شهید» کلمه کاروي، خو برعکس د دایکندي په پېښه کې يې د دې کلمې له کارولو ډډه کړې.
هغه ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت افغانستان دا وحشیانه عمل په کلکه غندي او ورسره د ملت د مال او ځان ساتل خپله مکلفیت ګڼي. په داسې حال کې چې موږ د دې پېښې د مظلومو قربانیانو سره خپله غمشريکي څرګندوو، له دې سره-سره د عاملینو په نیولو او عدالت ته د هغوی په سپارلو کې جدي هڅې کوو.»
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې طالبان د ټول هېواد د سرتاسي امنیت ادعا کوي، خو د داعش خراسان څانګې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال بیا-بیا پر هزاره ټولنې د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.
پر هزاره ګرانو وروستي برید په افغانستان او له افغانستان بهر تند غبرګونونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش پر هزاره او شیعه ټولنې «ظالمانه برید» غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې. ده په هر وخت کې د ملکیانو د ساتنې غوښتنه کړې.