close

هلمند کې په یوې ترافيکي پيښه کې دوه ماشومان مړه او پنځه تنه ټپیان شول

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې ترافيکي پيښې له امله دوه ماشومان مړه او پنځه تنه سخت ټپیان شوي دي.

د پیښي عیني شاهد احمد ولي وايي، چې پيښه نن (دوشنبه، ۲۶ د وږي) سهار مهال شاوخوا ۹:۴۰ بجې د لښکرګاه ښار درېیمه ناحیه کې د «لښکرګاه صالون» ته څیرمه د یو پاسو او مازدا ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په دې ترافیکي پیښه کې د سړک غاړې روان دوه ماشومان مړه شوي او موټر کې ناست پنځه کسان سخت ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، چې ټپيان ځایي خلکو د درملنې په موخه بُست ولایتي روغتون ته انتقال کړي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه د دې پیښې لامل بې احتیاطي او د موټر چلوونکو تیز سرعت بللی دی.

هیواد کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، زیات سرعت او خرابو سړکونو له کبله رامنځته کېږي.