اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وایي، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ۲۵ د وږي) د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند «نغلو» سیمه کې د بکسې او ټیلر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.
سرچینې زیاتوي، چې د یادې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې او يو ماشومې په ګډون پنځه کسانو مړه شوي او ۸ تنه نور سخت ټپیان دي.
په سیمه کې یوې بلې ځایي سرچینې بیا وویل، په یاده ترافیکي پېښه کې د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت نازک وو او په کوما حالت کې نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي.
سرچینې د دې ترافیکي پېښې لامل د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.
په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې عامو خلکو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره دې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک د جوړیدو چارې چټکې کړي.
د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینونو نه مراعات او د پاکستان لاس موټرو ته د اسنادو ورکړه بلل کېږي.