close

په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو د حقونو په اړه غونډه جوړیږي

اطلاعات روز: ملګري ملتونه وايي، چې د دې سازمان په کوربتوب د افغان ښځو د حقونو په اړه غونډه جوړیږي.

د ملګرو ملتونو له مهالوېش سره سم، دا غونډه چې «په افغانستان کې کړکېچ: نړیواله ټولنه باید د ښځو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ او احیا لپاره څه وکړي؟» تر عنوان لاندې رابلل شوې، سبا (سې شنبه، ۲۷ د وږي) جوړېږي.

ملګري ملتونه وايي، چې دا غونډه په افغانستان کې سخت کړکېچ او د ښځو د حقونو هغه سختېدونکي حالت ته پام کوي چې ښځو ته د احکامو له لارې د طالبانو له سیسټماټیک ظلم څخه پېښ دی.

دې سازمان زیاته کړې چې د سبانۍ غونډې موخه «د افغان ښځو د حقونو د فعالانو، نړیوالو مدافعینو او ملګرو ملتونو د استازو لپاره یو بستر برابرول دي، تر څو د نړیوال ملاتړ د څرنګوالي او په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو د احیا په تړاو خبرې وکړي.»

د ملګرو ملتونو په مهالوېش کې ويل شوي چې په کلیدي موضوعاتو کې له طالبانو سره د تعامل لپاره د بشري حقونو پر اساس د یو لړ اصولو رامنځ ته کول، د بشريت پر ضد د جنایاتو د مخنيوي او مجازاتو د معاهدې د مسودې ارزونه او د نړیوالې منسجمې سیاسي تګلارې جوړول شامل دي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو او د هغو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر خلاف سخت بندیزونه لګولي. اوس مهال ښځې او نجونې کار، زده کړې او ازاد-راتګ نه شي کولای.

دې ډلې په دې وروستیو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تر عنوان لاندې نور بندیزونه هم لګولي چې ورسره د وګړو او ښځو ازادي نوره هم محدودېږي.