اطلاعات روز: د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ ویلي چې دې هیواد او ازبکستان د ازبکستاني ماهرو کارګرو د منلو او د یو شمېر کډوالو د شړلو په برخه کې تړون لاسلیک کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د المان لومړي وزیر پرون (یکشنبه، ۲۵ د وږي) سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره تر لیدنې وروسته د دې تړون د لاسلیک خبر ورکړی.
د المان لومړي وزیر ویلي: «موږ د هغو لوړ استعداد لرونکو کارګرو مهاجرت ممکن کوو چې د المان د اقتصاد د ودې لپاره ورته اړتیا لرو.»
نوموړي زیاته کړې چې دواړو هیوادونو د بیرته ستنول کېدونکو کسانو لپاره پر «اسانه او غیر بیوروکراټیکې» لارې هم هوکړه کړې.
رویټرز لیکلي چې د جرمني لومړي وزیر د رسنیو هغې پوښتنې ته چې ایا له ازبکستان سره په دې تړون کې د مجرمو افغان کډوالو ستنول هم شامل دي، ځواب ورنه کړ خو زیاته یې کړه چې «البته په ډېرو برخو کې د همکارۍ په اړه محرمې خبرې شوې دي.»
تر دې مخکې د جرمني چارواکو ویلي وو چې له یو شمېر هیوادونو سره خبرې کوي، ترڅو د مجرم افغان کډوالو د شړلو پروسه اسانه کړي او له طالبانو سره له مستقیمې اړیکې ډډه وشي.
مګر دې هیواد د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د افغان کډوالو شړل بېرته پیل کړل او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره ۲۸ مجرم کډوال په یو چارټر الوتکه کې کابل ته ولېږل. د دې کډوالو د شړلو خبرې-اترې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې وې.