close
World Economic Forum / Jakob Polacsek

ملاله یوسفزۍ افغان نجونو ته: تاسې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک یاست

اطلاعات روز: د نول د سولې جایزې ګټونکې او د بشر حقونو پاکستانۍ فعالې ملالې یوسفزۍ په یوه پیغام کې افغان نجونو ته ویلي چې «تاسې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک یاست.»

اغلې یوسفزۍ په یوه ویدیويي پیغام کې چې نن سهار (دوشنبه، ۲۶ د وږي) یې پر ایکس خپور کړی افغان نجونو ته وایي: «ستاسې زړورتیا زما او د نړۍ د خلکو لپاره د الهام سرچینه ده.»

هغې زیاته کړې، سره له دې چې د افغانستان نجونې له ښوونځي منع شوې دي خو خپله هیله یې له لاسه نه ده ورکړې او په کور کې يې د موبایل، تلویزیون او راډیو له لارې د زده کړې نوښتګرې لارې موندلې دي.

ملاله یوسفزۍ د افغانستان نجونو ته وایي چې پوه شئ، زه به نړۍ له ګوټ-ګوټ څخه له ګڼ شمېر متحدینو سره یو ځای ستاسو لپاره او طالبانو ته د ځواب ویلو لپاره مبارزه کوم.

هغې زیاته کړې چې موږ به تر هغې ارام و نه کړو، تر څو ستاسې حقونه تر لاسه نشي.

اغلې یوسفزۍ له هغو کسانو چې د هغې پیغام اوري، هم غواړي چې د افغانستان نجونو ته د زده کړو د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي او پر خپلو حکومتونو فشار راولي چې له طالبان د هغو د جنایتونو په تړاو وپوښتي.

هغې د افغانستان له نجونو غوښتنه کړې چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او دوی به یې ترڅنګ ولاړ وي.

له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تر شپږم ټولګي پورته نجونې یې له ښوونځي منع کړې او پوهنتونونه یې هم د نجونو پر مخ نجونو تړلي دي.

ملالې یوسفزۍ تر دې وړاندې هم څو ځله د افغان نجونو د زده کړو پر بندیز نیوکې کړې وې او دا یې د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې د پروګرام یوه برخه بللې وه.