close

په البانیا کې د ښځو د غونډې پرېکړه‌لیک؛ د افغانستان د ښځو وضعیت «جنسیتي اپارتاید» دی

اطلاعات روز: افغان ښځینه فعالانو په البانیا کې د يوې درې ورځنۍ غونډې په پای کې د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره ويلي، چې په هیواد کې د ښځو اوسنی وضعیت «جنسیتي اپارتاید» او د «جنسیت پر اساس ځور او ازارول» دي.

دا غونډه د البانیا په پلازمېنه تیرانا ښار کې د وږي د میاشتې له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې جوړه شوې وه او د افغانستان له داخل او بهر څخه پکې ښځینه فعالانو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په پرېکړه‌لیک کې ويل شوي چې په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارتاید د رسیمت پيژندنې اصلي خلا موجوده ده او د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه د بشریت پر خلاف د یوه جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندنې سیاسي اراده نه لري.

دوی د بشري حقونو د نقض په تړاو له طالبانو د پوښتنې-ګرویږنې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتونکې شوي او ويلي یې دي چې په دې غوښتنه کې د بشریت پر خلاف د یوه جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندل هم شامل دي.

د دې غونډې ګډونوالو همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري حقونو په تړاو له طالبانو د پوښتنې کولو په تړاو دې د نړیوالې جنایي محکمې په ګډون له شته نړیوالو میکانیزمونو هم استفاده وکړي.

همدا راز د دې غونډې په پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د مستندولو لپاره د منابعو پر ځانګړي کولو، د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستل کېدو چې له نړیوالو معیارونو او ډیجیټلي سواد سره برابر وي او ښځو ته د کار پر ستنېدو ټینګار شوی چې کرامت او عاید يې پکې خوندي وي.

همدارنګه د دې غونډې ګډونوالو په نړیوالو مرستو کې د شفافیت د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې د ښځو تر رهبرۍ لاندې بنسټونو سره باید د دې مرستو په تړاو نوره همغږي وشي. همدا راز یې غوښتنه کړې چې نړیوالو بازارونو ته باید د کاریګرو ښځو لاسرسی برابر کړل شي.

د دې پرېکړه‌لیک په يوه برخه کې ويل شوي چې پر یو لړ موضوعات لکه له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په خبرو کې د ښځو پر شتون، د دې خبرو-اترو د اجنډا په تړاو له ښځو سره پر مشورې او دا چې له طالبانو سره هر ډول خبرې او مذاکرات باید د بشري حقونو له ارزښتونو او قوانینو سره سم او په مشوره وي، د دې غونډې په کاري کمیټو کې تصويب شوي دي، خو په عمومي غونډه کې توافق نه دی پرې شوی.

په البانیا کې د افغان ښځو درې ورځنۍ غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره» نومي بنسټ له لوري رابلل شوې وې چې د البانیا دولت یې کوربتوب کاوه.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون کړی و.