close

د تروریزم پر وړاندې د همکارۍ په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر خبرې

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان بس اسلام اباد ته د سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق‌ ډار او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره کتلي دي.

په اسلام‌آباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې دواړو خواوو د اقتصادي او امنیتي مسایلو په ګډون، د ترهګرۍ او سختدريځي افراطیت پر وړاندې پر مبارزې او د سیمې د ثبات او هوساینې د پیاوړتیا لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت پرون (دوشنبه، ۲۶ د وږي) خپره کړې، ویل شوي چې جان بس په متحده ایالاتو کې د افغانانو د بیا میشتیدنې په برخه کې د پاکستان له دوامداره همکاریو مننه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اسحاق ډار ته د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د پاکستان د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او په دې شورا کې یې د همکاریو ژمنه کړې.

جیو نیوز راپور ورکړی چې اسحاق‌ ډار د پاکستان او امریکا ترمنځ د مثبتو او رغنده تعاملاتو پر اهمیت ټینګار کړی او د روانو اقتصادي او سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو، په ځانګړي توګه د افغانستان له سرحد څخه د وسله والو د نفوذ ستونزه یې روښانه کړې ده.

دې رسنۍ زیاته کړې چې جان بس د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره پر پوځي همکاریو، جیوپولیټیک مسایلو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امینتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

جیو نیوز زیاتوي چې پاکستان له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د وسله والو ډلو د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د پاکستاني طالبانو په ګډون وسله وال په افغانستان کې مېشت دي او د افغانستان له خاورې بریدونه پلان او ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمیټې په راپورونو کې هم ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د القاعده په ګډون له نورو ډلو سره یو ځای په افغانستان کې د روزنې مرکزونه او اډې لري او له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، دا ډله پیاوړې شوې ده.

پاکستاني چارواکو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

خو، طالبان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون ردوي او وایي، چې په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی د دې هېواد د چارواکو کمزوري ده.