اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یو کس ټوټه ټوټه جسد موندل شوی دی.
ځایي سرچینو وویل، چې د دغه کس جسد تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ د وږي) د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «تابین» سیمه کې په داسې حال کې موندل شوی، چې د بدن ټوټې یې په یوې ګڅوړه کې اچول شوې وې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې یاد کس لوموړی د «نامعلومو» کسانو له لوري د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې وژل شوی او وروسته یې جسد د دې ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته انتقال شوی دی.
د سرچینو په خبره، د وژل شوي کس جسد لومړی پوست شوی او بیا یې بدن تر ټوټه کېدو وروسته یوه کڅوړه کې اچول شوی او د ارغنداب اړوند «تابین» سیمه غورځول شوی دی.
سرچینې وایي، د یاد کس جسد د پلټنو په موخه کندهار ښار کې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی، خو تر اوسه یې هویت او کورنۍ نه دي موندل شوي.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو پولیس دغه پیښه تاییدوي او وایي، چې د لومړنیو څېړنو پرمهال یې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ د دغه کس لباس، څپلۍ او رخچینه موندلي دي.
پولیس زیاتوي، دا کس په مرموز ډول وژل شوی او تر اوسه یې د هغه هویت، کورنۍ او نږدې خپلوان نه دي موندلي.
د طالب پولیسو په خبره چې په دې اړه یې پلټنې روانې کړي او تر بشپړېدو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.