close

له زده کړو د افغان نجونو محرومیت؛ د بشر حقونو څار پر طالبانو د نړۍ د فشار غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار ويلي، چې د افغان نجونو د منځنیو زده کړو موضوع د نړۍ په کچه زیات بحثونه راپارولي، خو دولتونو او نړیوالو بنسټونو لاهم د طالبانو د بندیز د لغوه کولو لپاره کوم معنادار اقدام نه دی کړی.

دې ادارې پرون (سې‌شنبه، ۲۷ د وږي) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبان له زده کړو د نجونو په محرومولو سره په سیستماتیک ډول د ښځو پر حقونو برید کوي او د افغانستان تعلیمي نظام او خلکو ته اوږدمهاله زیان اړوي.

د بشر حقونو څار ادارې زیاته کړې چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو بندیز یو ښځینه ضد برید دی چې د افغانستان په تعلیمي نظام کې دننه جنسیتي نابرابري بنسټیزه کوي.

د بشر حقونو د څار ادارې په وینا، دا بندیز د افغانستان پر ټولو اړخونو منفي اغېزې لري او د دې هېواد د راتلونکي لپاره به جدي ټولنیزې، پراختیايي او اقتصادي پایلې ولري او هره ورځ چې دا بندیز پرځای پاتې وي، دا زیانونه به نور هم زیات شي.

د بشر حقونو د څار په اعلامیه کې ویل شوي چې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله به افغانستان په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو، ښوونکو او مسلکي تعلیم لرونکو ښځو له جدي کمښت سره مخ شي.

د بشر حقونو د څار په اعلامیه کې ويل شوي چې منځنۍ دوره د ماشومانو لپاره د ودې او زده‌کړې مهم وخت دی او دا چاره پر نجونو روحي او رواني اغېزې لري او د هغوی هیلې مړې کوي. د بشري حقونو څار ادارې په وینا، د طالبانو تبعیض‌امیز بندیز لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړې څخه محروموي.

دا اداره زیاتوي: «کله چې طالبان د نجونو وخت په دې حساسو کلونو کې ضایع کوي، هغه وخت چې د دوی د زده‌کړې، فردي ودې او تحصیلي پرمختګ لپاره خورا مهم دی؛ همدا ډول دوی له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې هم د نجونو د زده کړې پنځه کاله وخت ضایع کړ – او هیڅکله یې د دې په اړه ځواب نه دی ورکړی.»

د بشر حقونو څار ادارې ویلي، چې هغه نجونې چې په هغه کلونو کې له ښوونځیو پاتې شوي، ډېری یې بیا هېڅکله په بشپړ ډول وده ونه کړه او هغه نجونې چې نن ورځ له ښوونځیو پاتې دي د خپل ژوند تر پایه به له منفي پایلو سره مخ وي.

دې ادارې ټینګار کړی چې طالبان باید ژر تر ژره د نجونو د منځني ښوونځي پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي او د ټولو نجونو لپاره خوندي او باکیفیته زده‌کړې برابرې کړي.

د بشري حقونو څار ادارې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي ترڅو ژر تر ژره خپل بندیز لغوه کړي او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره خپلې پخوانۍ ژمنې پوره کړي.

دې ادارې زیاته کړې چې مرسته کوونکي هېوادونه باید د هغو ټولنو ملاتړ وکړي چې د زده کړې په برخه کې د نجونو د حق ملاتړ کوي او له هغو انلاین او مخفي تعلیمي پروګرامونو سره مالي مرسته وکړي چې ښځې یې پرمخ وړي.

طالبانو د خپل رژیم په لومړۍ دوره کې هم ښځې او نجونې له زده‌کړو محرومې کړې وې. د دې ډلې چارواکو تر ۲۰۲۱ کال وړاندې د افغانستان د نیولو پر مهال ویلي وو، چې ښځې کولای شي تر دوکتورا پورې زده‌کړه وکړي، خو د دغو څرګندونو برعکس، طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.