close
Photo: Social Media

په ننګرهار او ارزګان کې په دوو جلا پیښو کې یوه پیغله نجلۍ او یو ځوان ووژل شول

اطلاعات روز: په ننګرهار او ارزګان کې ځایي سرچینې او د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې یو ورور خپله خور او یوې خور خپل ورور وژلي دي.

ننګرهار کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۲۷ د وږي) د دغه ولایت د مرکز جلال ښار لومړۍ ناحیې اړوند «جنرال سیداغا کوڅه» کې یو ورور خپله خور په ډزو وژلې ده.

 سرچینه زیاتوي په یاده سیمه کې یو ورور پر خپلې پیغلې خور د توفنګچې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلې ده.

د سرچینې په خبره یاده کورنۍ په اصل د کامې ولسوالۍ اوسدیونکي ده چې اوسمهال یې په جلال اباد ښار کې ژوند کاوه.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا زیاته کړه، چې یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې، چې پرمهال یې یو ورور پر خپله خور ډزې کړي او هغه یې وژلې ده.

تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مهال ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې یادې ښځې تېره ورځ د خپل خاوند د وژنې په غچ کې خپل ورور د ټوپنګچې په ډزو وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د دغه ښځې ورور څه موده وړاندې خپل اوښی یا د همدې ښځې خاوند وژلی و، چې په بدل کې یې یادې ښځې د خاوند غچ له خپل ورور اخیستی دی.

د هغه په وينا، ښځه د طالب پولیسو لخوا نيول شوې او عدلي ارګانونو ته یې سپارلې ده.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول وژنې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او نور عوامل بلل کېږي.