close

په یوه ورځ کې څلور وژنې؛ نامعلومو کسانو په کندهار کې یو کس وژلی

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسلوالو موټرسایکل سپرو د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د یوه کلي ملک ویشتلی او وژلی دی.

د سرچینو په وینا، تېره شپه (سې‌شنبه، ۲۷ د وږي) شاوخوا اووه بجې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسلوالو د پنجوایي ولسوالۍ اړوند «زلخان» په کلي کې د کلي «اسماعیل» نومی ملک ویشتلی.

سرچینو ویلي چې ملک اسمعیل د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوی.

کندهار کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولینو هم دا بېښه تایید کړې او زیاتوي چې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي.

د طالبانو ځایي پولیسو ویلي چې دا پېښه شخصي انګېزه لري.

دا د وژنې څلورمه پېښه ده چې نن یې له ولایتونو راپور ورکول کېږي.

د ورځې په اوږدو کې له ننګرهار څخه د ورور له لوري د خور د وژنې، له ارزګان څخه د خور له لوري د ورور د وژنې او په تخار کې د یوه زده کوونکي د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي. همدا راز، په بامیانو کې یو جسد موندل شوی خو د مرګ څرنګوالی یې معلوم نه دی.

هره ورځ له ولایتونو څخه د وژنو او جسدونو د موندنې راپورونه ورکول کېږي.

پرون هم په کندهار، لغمان او بدخشان کې د وژنو خبر ورکړل شوی و.