close

یونیسف: سږکال په افغانستان کې تر ۳۴۳ زره ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله بستر شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې روان میلادي کال په افغانستان کې تر ۳۴۳ زره ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

یونیسف دغه شمیرې نن (یکشنبه، ۱ د تلې) ایکس کې په خپله پاڼه خپرې کړې دي.

دغه سازمان لیکلي، چې په ماشومانو کې د حاد خوارځواکۍ د درملنې لپاره «طبي خواړه» حیاتي دي او یونیسف یوازینی سازمان دی چې په افغانستان کې ماشومانو ته دا ډول خواړه برابروي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، نوي زېږېدلي کوچنیان او شیدې ورکوونکې میندې خوارځواکه دي.

په افغانستان کې د کورنیو ترمنځ د بې وزلۍ زیاتوالی او روغتیايي خدمتونو ته کم لاسرسی د ماشومانو د خوارځواکۍ له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.