اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې د یوې لایحې په تصویبولو سره جوبایډن او د امریکا د اوسني او پخواني حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستانه د «مرګونې وتنې له امله» محکوم کړي دي.
دا لایحه چې په ۲۱۹ موافقو او ۱۹۴ مخالفو رایو تصویب شوه، د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رییس مایکل مک کال له لوري وړاندې شوې وه.
د فاکس نیوز له راپور سره سم، له جمهوریت غوښتونکو سره یو ځای ۱۰ ډیموکراټانو هم له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په تړاو د بایډن د حکومت د چارواکو د ترټنې لپاره د مککال لایحې ته رایه ورکړه.
مک کال فاکس نیوز ته ويلي: «له افغانستانه تر مرګوني او بې نظمه وتنې درې کاله وروسته هم د بایډن او هریس حکومت هیڅوک هم د امریکا په تاریخ کې د د بهرني سیاست د تر ټولو ویجاړوونکو اشتباهاتو مسوولین نه دي بللي.»
ده د امریکا د استازو مجلس په غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې درې کاله وړاندې نړۍ د امریکا په تاریخ د بهرني سیاست د تر ټولو بدې ورانۍ شاهده وه.
مک کال ویلي، چې د بایډن او هریس حکومت امریکایي ځواکونه له کومې برنامې، پاملرنې او ملاتړ پرته له افغانستانه وایستل.
د ده په وینا، اخر هم دا بې پلاني د ۱۳ امریکایي ځواکونو او د ۱۷۰ ملکي افغانانو د وژنې لامل شوه.
مک کال ويلي: «په همدې میاشت کې د ملي امنیت د شورا له ویاند جان کربي څخه پوښتنه وشوه چې ایا له افغانستانه د مرګونې وتنې او د حکومت د ړنګېدو کوم ځواب ویونکی هم شته او کنه. هغه وویل چې موږ ټولو خپل ځانونه مسوول بللي دي.»
ده ټینګار کړی چې د بایډن حکومت «مرګونی پرشاتګ» خپله بریا بولي او تر اوسه یې هم په دې فاجعه کې د رول لرلو له امله مسوول نه دی بللی.
مک کال لایحې ته په اشاره ويلي: «پر همدې اساس نن موږ د هغو رهبرانو د پوښتلو لپاره لومړی قدم اخلو چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې پاتې راغلي او د دې فاجعې مسوول دي.»
په دې لایحه کې د بایډن او د ده د مرستیالې کامالا هریس په ګډون د اوسني او پخواني حکومت ۱۵ چارواکي یاد شوي دي.
د دفاع وزیر لویید اسټین، د سپینې ماڼۍ پخوانی ویاند جن پساکي، په افغانستان کې پخوانی سفیر راس ویلسون، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د امریکا پخوانی مرکچي زلمی خلیلزاد د ۱۵ کسیز نوملړ برخه دي.
د فاکس نیوز له راپور سره سم، اصلي مخالف د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې لوړپوړی ډیموکراټ ګرګوري میکس و.
میکس دا پرېکړهلیک د یوه سياسي تیاتر او امتیاز ګټلو برخه بللې او ویلي یې دي چې دا د حقایقو تحریف او د خلکو، سرتېرو او د امریکایي ډیپلوماټانو سپکاوی دی. ده ويلي: «له هغوی او د هغو له قربانیو باید د یوه سیاسي فوټبال په توګه استفاده ونه شي.»
دې استازي ويلي: «موږ باید پر واقعي حل لارو فکر وکړو. د خپلو افغان متحدینو ملاتړ وکړو. ډاډ تر لاسه کړو چې سم درسونه زده کوو او پوښتنه په داسې ډول وکړو چې د حقیقت پر اساس وي، نه د ګوندي روایتونو.»