اطلاعات روز: د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جوني ويلي، چې د افغان ښځو او نجونو څخه د دې هیواد ملاتړ کلک او نه ماتیدونکی دی.
اغلې جولي نن (پنجشنبه، ۵ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې تر هغو نه کښېني چې عدالت تأمین نه شي او د افغانستان ښځې او نجونې ازادي ترلاسه نه کړي.
دې زیاته کړې چې طالبانو ښځې او نجونې «چوپې» کړي او په پرلپسې توګه یې نړیوال قوانین نقض کړي دي.
کاناډا تر هغه وروسته د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ ټینګار کوي چې دې هیواد له هالنډ، جرمني او اسټرالیا سره یو ځای په یوه ګډه اعلامیه کې طالبانو ته اخطار ورکړی چې که جنسیتي تبعیض ونه دروي، نو پر خلاف به يې د عدالت په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو کلک بندیزونه لګولي او هغوی یې د زده کړو او کار کولو له حق څخه محرومې کړې دي.
دې ډلې په تازه توګه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون هم نافذ کړی او په هغه کې یې حتا له کوره دباندې د ښځو د غږ اورېدل هم منع کړي دي.