close
Photo: @ministerBZ

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان ښځې او نجونې په عملي توګه له عمومي ژوند څخه حذف شوې دي

اطلاعات روز: د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر ولد کامپ وایي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په عملي توګه له عمومي ژوند څخه حذف شوې دي او په «بد» وضعیت کې دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر نن (پنجشنبه، ۵ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې لیکلي، چې «موږ نشو کولای [دا وضعیت] ومنو».

نوموړي زیاته کړې چې له همدې کبله هالنډ له کاناډا، جرمني او اسټرالیا سره یو ځای طالبان د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوی د کنوانسیون نقضوونکي بولي.

د ده په خبره چې موږ غواړو طالبان وپوښتل شي او هغه قوانین او وحشتناک اعمال پای ته ورسوو چې د ښځو حقونه محدودوي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ ټینګار کړی چې دې هیواد له کاناډا، جرمني او اسټرالیا سره یو ځای په یوه ګډه اعلامیه کې طالبانو ته اخطار ورکړی چې که جنسیتي تبعیض ونه دروي، نو پر خلاف به يې د عدالت په نړیواله محکمه لاهه کې شکایت وکړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ هم ويلي، چې دا هیوادونه طالبان د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنيوي د کنوانسیون د نقض له کبله پوښتي.

د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د منعې کنوانسیون له ۱۹۸۱ کال راهیسې لازم الاجرا دی او افغانستان هم په ۲۰۰۳ کال کې لاسلیک کړی او د مفادو په رعایتولو یې مکلف دی.