close

نیمروز کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله؛ د وریښمو لار تړل شوې

اطلاعات روز: نيمروز کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله د وریښمو لار تړل شوې ده.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې یادو ځواکونو تېره ورځ (یکشنبه، ۸ د تلې) ماسپښین ۰۲:۰۰ بجې پر یو بل ډزې کړي دي.

سرچينه زیاتوي، چې نښته وروسته له هغه شوې چې ايراني پوله ساتو پر يوه افغان مسافر ډزې کړي او هغه یې پر پښه ژوبل کړی. د دغه مسافر د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سرچينې په خبره، چې د ډزو د تبادلې وروسته د وريښمو لار د تګ راتګ پرمخ تړل شوې او لاهم نه ده پرانیستل شوې.

نیمروز کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته څو ځله د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي.