اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي امر عبیدالله الکوزی وایي، چې تېر ماښام (یکشنبه، ۸ د تلې) د مهترلام اړوند «بابا صاحب» په کمپ او یو شمېر نورو سیمو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له کبله د دیوالونو د نړيدو او د ونو د غورځیدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې ټپیان یې پر وخت روغتیایي مرکزونو ته لیږدولي چې د ځینو یې روغتیایي حالت ډاکټرانو نازک ښودلی دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې وویل، چې د یادو ټپیانو له ډلې یو تن د ژورو ټپیونو له کبله ژوند بایللی دی.
بلخوا د ننګرهار په سپین غر، اچین او ځینو نورو ولسوالیو کې هم د تېرې ورځې بارانونو او سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د سیمې یو اوسیدونکي عبیدالله وایي، چې د تېرې ورځې د بارانونو له کبله په یادو ولسوالیو کې د خلکو د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او دغه راز په کرنیزې ځمکو ولاړ فصلونه یې سیلابونو له منځه وړي دي.
په همدې حال کې ننګرهار کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالې ادارې لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي، د زیانمنو کورنیو سروې یې پېل کړې او له اړمنو کورنیو سره به اړینې مرستې ترسره کړي.
له دې څو ورځو وړاندې د ننګرهار په کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ کې هم سیلابونو درې کسان مړه او له شلو زیات یې ژوبل کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې روان کال د هېواد په سطحه د ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.