اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له افغانستانه بهرنیو هیوادونو ته د څه باندې ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي دي.
دغه دفتر نن (شنبه، ۵ د لړم) په دې اړه د یو لړ معلوماتو په خپرولو سره ویلي، چې پنبه، ممیز، اینجه، انځر، پیاز، زعفران، سره رومیان، زردالو او بادام د افغانستان د صادراتي کرنیزو محصولاتو لویه برخه جوړوي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وايي، یوازې په تېرو نهو میاشتو کې د ۱۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان پنبه بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې ده.
دغه دفتر زیاتوي، د افغانستان کرنیز محصولات ایران، جرمني، پاکستان، ترکیې، هند، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د کرنیزو محصولاتو ترڅنګ معدنیات هم د افغانستان یو له صادراتي توکو څخه دي.
افغانستان تر ډېره یو واردونکی هېواد دی چې د سوداګرۍ کسر یې شاوخوا اووه میلیارده ډالره دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې، افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د ۸ میلیارده، ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت واردات او د یو میلیارد ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت یې صادرات درلودل.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، په وارداتي توکو کې تېل او لبنيات، ماشينري، ترانسپورتي وسايط، پرزې او فلزي توکي د افغانستان عمده وارداتي توکي شمیرل کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال د هېواد د صادراتو په برخه کې تر ټولو زیاته برخه مېوه وه، چې ارزښت یې ۶۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره و. په همدې توګه، د درملو بوټي، منرالونه او سبزیجات په دویم، دریم او څلورم ځایونه خپل کړي وو.