اطلاعات روز: د ایران پوځ اعلان کړی چې د اسراییلو په بریدونو کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې، د ایران پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي: «د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د ایران د امنیت د دفاع او د ایران د ملت او ګټو د زیانمنیدو د مخنیوی په خاطر، خپل دوه پوځیان تېره شپه په داسې حال کې قربان کړل چې د صهیونیستي جنایتکاره رژیم له توغندیو سره یې مقابله کوله.»
په دې راپور کې ویل شوي، چې نور معلومات به ډېر ژر خپاره شي.
اسراییلو نن سهار (شنبه، ۵ د لړم) اعلان وکړ چې د ایران د پرله پسې بریدونو په ځواب کې یې په دغه هېواد کې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
د ایران د هوايي دفاع اډې تر دې مخکې اعلان کړی و چې د تهران، خوزستان او ایلام په ولایتونو کې د پوځي مرکزونو پر ځینو برخو د اسرایلو بریدونه شوي او ځینو ځایونو ته یې لږ زیان اړولی دی.
د ایران د هوايي دفاع اډې په خپله اعلامیه کې د تلفاتو یادونه نه ده کړې.
د رویټرز په وینا، د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی د «ایران په خاوره کې یې پر پوځي اهدافو دقیق ګوزارونه» کړی او دا عملیات بشپړ شوي دي. د اسراییلو پوځ وايي، په ایران کې یې د توغندیو د جوړولو مرکزونه او له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو دفاعي سیسټمونه په نښه کړي دي.
د اسراییلو د پوځ ویاند ګواښ کړی چې که د ایران رژیم د کړکېچ د نوي پړاو پېل کړي، نو دوی به بیا ځواب ورکړي.
هغه وویل هر هغه څوک چې اسرایل ګواښي او په سیمه کې د کړکیچ د زیاتولو هڅه کوي درنه بیه به پرې کړي.