close

طالبانو پر ایران د اسراییلو برید وغانده

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران په درېیو ولایتونو کې پر پوځي مرکزونو د اسرییلو برید غندلی دی.

دغه وزارت نن (شنبه، ۵ د لړم) ویلي: د صهیونیستي رژیم اقدامات د ایران د اسلامی جمهوریت له ملی حاکمیت څخه د سرغړونې سربیره، دا په سیمه کې د تاوتریخوالی د لا زیاتولو هڅه ده، چې په سیمه کې ناکراره حالت نور هم پیچلی کوي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې «ټول نفوذ لرونکي اړخونه په سیمه کې د صهیونیسي رژیم د تاوتریخوالي او جنایتونو د لا پراخیدو د مخنیوي دنده لري».

دغه وزارت ویلي، چې اسراییلو په تېر یوه کال کې نه یوازې دا چې په غزه کې یې «جنایت» پای ته نه دی رسولی، بلکې نورو سیمو ته یې هم غځولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې «د دې وضعیت دوام په سیمه کې د بشري او امنیتي وضعیت اړوند د جدي اندېښنو لامل شوی دی».

اسراییلو نن سهار اعلان وکړ چې د ایران د پرله پسې بریدونو په ځواب کې یې په دغه هېواد کې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

ایران ویلي، چې دا بریدونه د تهران، خوزستان او ایلام په ښارونو کې شوي او لږ زیانونه یې اړولي دي.

د ایران پوځ په دغو بریدونو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی، خو د نورو تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

پر طالبانو سربېره یو شمېر نورو افغان سیاسي څېرو هم دغه برید غندلی دی.