close
انځور: ټولنیزې رسنۍ

پر افغان پناه‌غوښتونکو د ایراني پوله ساتو ډزې؛ د هلمند بُست روغتون ته ۲۱ جسدونه وروړل شوي

اطلاعات روز: د هلمند په بست روغتون کې سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د تلې پر ۲۵ پر افغان پناه غوښتونکو د ایراني پوله ساتو په ډزو کې د وژل شویو ۲۱ تنو مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي.

په بُست روغتون کې سرچینو د هویت نه څرګندولو په شرط ویلي چې په دې لړ کې د اوو کسانو هویت لا هم نه دی په ډاګه شوی او کورنۍ یې نه دې معلومې شوې.

یو څه وخت وړاندې راپورونه ورکړل شول چې په لسګونو افغانان چې غوښتل یې ایران ته قاچاقي ولاړ شي د سیستان او بلوچستان په سرحدي سراوان سیمه کې د ایراني پوله ساتو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د پېښې په تړاو د پلټنو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع به په جدي توګه وڅېړي، خو تر اوسه یې لا هم په دې اړه څه نه دې ویلي.

بل لور ته ایراني چارواکو د داسې پېښې را منځ ته کېدل رد کړي دي.

تر دې وړاندې هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته په دې تړاو عکسونه او ویډیوګانې لېږل شوې وې او پکې لیدل کېدل چې مړي او ټپیان پر ځمکه پراته دي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په یوه روغتون کې سرچینې د دې پېښې له امله د ور وړل شویو مړو تایید کوي.