close
انځور: استول شوی

نورستان کې د پخواني جمهوري نظام یو قوماندان ماین چاودنې وژلی

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د یوه رېموټ کنټرول ماین د چاودنې له امله د پخواني جمهوري حکومت یو قوماندان وژل شوی.

سرچینه وايي، دا پوځي قوماندان نن (یکشنبه، ۶ د لړم) ماسپښین مهال د وانټ وایګل ولسوالۍ په «شنګل» کلي کې وژل شوی دی.

سرچینې د دې قوماندان نوم «دین محمد نورستاني» یاد کړی او وايي چې د پخواني جمهوریت پرمهال د ملي اردو په لیکو کې قوماندان و.

د سرچینې په وینا، دا قوماندان له خپله کوره د ماسپښین لمانځه لپاره جومات ته روان و چې په لار کې پرې رېموټ کنټرول ماین چاودلی او وژل شوی دی.

تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د پخواني جمهوریت نظامیان په بېلابېلو پلمو وژل شوي او دا لړۍ لا هم نه ده درېدلې.