اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د یوه لرګین پُل څخه د یو موټر د لویدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.
ځايي سرچينې وايي، دا پېښه نن (دوشنبه، ۷ د لړم) سهار ۰۳:۰۰ بجې د ګیزاب ولسوالۍ اړوند «هندوګګ» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، يو لنډ کروزر ډوله موټر چې له ارزګان څخه د دايکندي ولايت مرکز نيلي ته روان و، یاده سیمه کې د هلمند پر سيند د لرګيو له پُل څخه د تېرېدو پرمهال په اوبو کې لویدلی دی. په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې پُل مات شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې په دغه موټر کې اته تنه سپاره کسان چې ټول نارینه وو، مړه شوي دي. د دغې پېښې د قربانیانو په نوملړ کې لیدل کېږي چې دوی د تمزان سیمې اوسېدونکي دي.
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یاده پیښه تاییدوي او وایي، چې په دې پیښه کې اته تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.
د دغه رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پيښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې يادو مسافرو غوښتل د سيند بلې غاړې ته د لرګیو له تختو څخه پر جوړ شوي پُل بلې خواته واوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغې سيمې اوسيدونکو تردې مخکې په ياده سيمه کې د يو پُل د جوړیدو غوښتنه کړې وه، خو ځایي مسوولینو تراوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.