close

طالبانو په ننګرهار کې هغه ځوانان نیولي چې د اسيا جام سياليو د اتلولۍ ګټلو نمانځلو لپاره واټونو ته راوتلي وو

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې هغه ځوانان وهلي او نیولي چې د اسیا جام سیالیو د اتلولۍ ګټلو په موخه واټونو ته راوتلي وو او یا یې نور ځوانان راټول کړي وو.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره شپه (یکشنبه، ۶ د لړم) طالب نظامیانو هغه ځوانان وهلي، ټکولي او زنداني کړي دي چې د افغانستان الف لوبډلې د اسیا جام اتلولۍ د ګټلو د نمانځنې پرمهال د جلال اباد ښار پښتونستان څلورې او دغه راز مستوفیت، مخابراتو او تالاشۍ څلور لارو کې راټول شوي وو.

سرچینه زیاتوي: «تیره شپه زمونږ زیات ملګري جلال اباد ښار مخابراتو څلور لاري ته راټول شوي وو او دلته یې د کرکټ بریا نمانځله مګر طالبان په رینجر موټرو کې راغلل او زیاتره هغه ځوانانو چې دلته راټول شوي وو او اتڼ یې کاوه طالبانو له ځانه سره بیولي او تراوسه بندیان دي مونږ خفه یو چې د خوشالۍ ورځې هم په خپله خوښه نشو نمانځلی.»

یو بل عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې په خبر کې خپور شي وایي، طالبانو د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې یو شمېر کسان له وهلو وروسته نیولي او لاس تړلي یې په رینجرو کې امنیې قومندانۍ او د استخباراتو ریاست ته انتقال کړي دي.

د سرچینې په وینا زیاتره ځوانان له سیمې تښتیدلي او څه ډول چې لازمه وه، د کرکټ د اتلولۍ بریا یې د طالبانو له ویرې نه ده نمانځلې.

سرچینې وویل: «طالبان راغلل او پر راټولو شویو ځوانانو یې ګوزارونه وکړل او ځینې یې ونیول چې ولې د کرکټ بریا په خوشاله کې نڅاه یا ګډاګانې کوي او دغه راز مونږ ته طالبانو وویل،چې زمونږ مشر هبت الله کرکټ نه مني نو تاسې هم حق نه لرئ چې کرکټ ونمانځې ځینو هلکانو ورسره بحث هم وکړ خو بیا وروسته طالبانو امر وکړ چې ټول ونیسئ نو څوک یې چې لاسته ورغلل هغوی نیولي دي.»

ځینو نورو سرچینو د ننګرهار له مرکز جلال اباد ښار سربیره له ولسوالیو څخه هم خبر ورکړی چې طالبانو ځوانان د کرکټ د بریا له نمانځلو منع کړي او پر ځینو یې هوایي ډزې هم کړي دي.

د سره رود ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، طالبانو ورته د جوماتونو په لوډسپیکرو کې اعلان کړی، که هر څوک د کرکټ بریا ونمانځي او یا هوایي ډزې وکړي نو ځای به یې زندان وي.

سرچینې زیاته کړه: «مونږ ټولو ملګرو تمه درلوده چې دا بریا به په شانداره مراسمو نمانځو، خو کله مو چې تابیا ونیوله نو طالبانو د مسجد په لوډسپيکر کې اعلان وکړ، چې هیڅوک دې له خپلو کورونو د کرکټ د بریا نمانځلو لپاره نه راوځي او که چا ډزې وکړي نو بیا د شکایت حق نه لري.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

پر ټولنیزو رسینو هم ځینې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې لیدل کیږي طالبان هغه ځوانان نیولي چې د کرکټ د بریا د نمانځلو په موخه د ښار په واټونو کې راټول شوي وو.

د یادولو وړ ده چې تېره شپه افغان الف «ابدالیانو» لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ کال اېمرجېنګ اسیا جام اتلولي خپله کړه.