اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې «ناپېژانده» وسله والو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د اقتصادي جرايمو يو مسوول پيمان هادي چې په اسماعيل لېزري هم مشهور و وژلی دی.
د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولی وایي، چې دغه پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۷ د لړم) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مهترلام اړوند دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې ناپېژانده وسله وال د اسماعيل لېزري کور ته ور اوښتي او پر نوموړي یې د خوب په کوټه کې ډزې کړي، چې پرمهال یې لیزري ځای پر ځای وژل شوی او د هغه میرمن ټپي شوې ده.
هغه زیاتوي اسماعیل لېزري میرمن اوسمهال د لغمان روغتون کې ده او ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د ناپيژانده وسله والو بریدونه زیات شوي چې پرمهال یې ګڼ شمیر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم ناپيژانده کسانو دوه طالبانو په ډزو وژلي وو.