close

د ننګرهار اړوند کونړ سیند کې د یوې ښځې جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې د یوې ښځې جسد موندل شوی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی شکرالله وایي، چې د یادې ښځې جسد یې تیر ماښام (سې شنبه، ۸ د لړم) د لعلپورې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې موندلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې یاده ښځه یوه ورځ وړاندې د لعلپورې ولسوالۍ «مسلم اباد» سیمه کې د جامو وینځلو پرمهال د کونړ سیند ته لویدلې وه او تراوسه یې جسد تری تم و.

په ورته مهال ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې تېره ورځ ناوخته امنیتي ځواکونو له سيند څخه د یوې ښځې جسد را اېستلی او روغتون ته تر انتقال وروسته يې خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په بهسودو او د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې دوه ښځې د جامو وینځلو پرمهال سیند ته لویدلې وې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وو.