close

په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له کبله درې کارګر مړه شوي

اطلاعات روز: بدخشان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د یوې برخې د نړېدو له کبله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند احسان الله کامګار وايي، دا پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۸ د لړم) د ارغنجخوا ولسوالۍ اړوند «تاقرچه» سیمه کې د زر ویستونکو په یوه کارځای کې رامنځته شوې.

هغه زیاتوي، چې د مړه شويو کسانو جسدونه، چې د حوض په ژورو کې بند پاتې وو، له اوبو را ايستلي او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.

په ورته مهال د بدخشان لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو په یوه کان کې د ګاز ډبې د چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې چاودنه کې پنځه تنه کارګران ټپیان شوي دي.

د بدخشان دامنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند احسان الله کامګار وايي، چې ټپي شوي کان کیندونکي د درملنې موخه د راغستان روغتيايي کلينيک ته وړل شوي دي.

د هیواد د کانونو غیر معیاري استخراج او د کار قوې د ساتنې لپاره د تدابیرو نشتون د دې لامل شوي، چې کارګر د کان کیندنې پرمهال د خطر سره مخ او ژوند له لاسه ورکړي.