اطلاعات روز: یو شمیر پولینډي او افغان څیړونکو د یوې علمي ناستې پرمهال په پولنډ کې د افغانستان وضعیت څیړلی دی.
دا ناسته د یاګیلونیا پوهنتون او د پولینډ د علومو اکاډمۍ په ګډ نوښت او کوربتوب «د افغانستان د وضعیت څیړنې» تر سرلیک لاندې ترسره شوې.
د یاګیلونیا پوهنتون د ایرانپوهنتون استاد ماتیئوش کوواګیش چې د دې ناستې له تنظیموونکو څخه و، د غونډې هدف یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اوسني وضعیت څیړنه او پر سیمهییزو او نړیوالو هیوادونو د اغېز ارزونه بللی.
ده څرګنده کړې چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه ارزونې ته اړتیا لري او راتلونکې کې به د افغانستان په محوریت ورته نورې ناستې ترسره شي.
د افغانستان د مسایلو څیړونکی او پخوانی دیپلمات مارچین کژيژانوفسکي په دې ناسته کې د وینا پرمهال د طالبانو پر حکومتولۍ خبرې کړي. هغه ویلي چې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني کتاب یو لیکلی سند دی چې د حکومتولۍ په اړه د طالبانو نظام او لیدلوری ښيي.
هغه په دې اړه زیاته کړې: «که څه هم طالبان نه غواړي خپل نظام د ایران له اسلامي جمهوریت سره پرتله کړي، خو څیړنې ښيي چې په مختلفو اړخونو کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت پیروي کړې ده.»
د امنیتي مسایلو څیړونکی او د امنیتي څیړنو د دکتورا سکالر بسمالله تابان په دې ناسته کې د افغانستان د پیچلي وضعیت او له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې، تروریزم او امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړي. هغه ویلي چې افغانستان د تروریستي ډلو د راټولېدو مرکز او د القاعدې په څېر ډلو لپاره یو امن ځای ګرځېدلی دی.
تابان زیاته کړې چې «طالبانو افغانستان د دې هیواد د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو لپاره، په رښتینې توګه په یو زندان بدل کړی.» هغه د پخوانیو امنیتي ځواکونو د حقونو سرغړونې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبان له پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غچ اخیستنه د یوې ورځنۍ ستراتیژۍ په توګه عملي کوي.
تابان طالبان یوه خطرناکه ایډیولوژي او روایت وباله چې د بشر لپاره ګواښ دی او د هغه په باور، غواړي چې تروریزم نړۍ ته صادر کړي.
هغه زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي خپل قوانین او نظام له مذهبي او قومي پلوه یو ډول کړي، ترڅو د هزاره ګانو په شان کمزوري قومي ډلې او د هندوانو او سیکهانو په شان مذهبي ډلې له ټولنې په جوړښتیزه توګه حذف کړي.