close

ننګرهار کې یو کس خپل ورور وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو محلي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور وژلی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ څخه نن (شنبه، ۱۲ د لړم) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پیښه د سره رود ولسوالۍ اړوند «شیخ مصري» سیمه کې رامنځته شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د علي ګل او انعام الله په نامه د دوو ورونو ترمنځ د ځمکې پر سره شخړه رامنځته شوې چې پرمهال یې علي ګل د خپل ورور لخوا د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د طالب چارواکو په خبره قاتل له سیمې تښتیدلی، خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، د ځمکو پر سر شخړې او شخصي دښمنۍ بلل کېږي.