close

ننګرهار کې «ناپېژانده» وسله والو یو کس وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې «ناپېژانده» وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېر ماښام (یکشنبه،۱۲ د لړم) د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند «پتیري» سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې تراوسه د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی او نه یې هم د وژل کیدو انګېزه څرګنده ده، خو طالب مسوولینو  یې په اړه څیړنې پېل کړي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم د خوږیاڼو ولسوالۍ په «پېره خېلو» سیمه کې ناپيژانده وسله والو یو تعویذګر ملا په ډیرې بې رحمۍ سره وژلی و.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې د جنايي جرمونو پېښې په ځانګړې توګه وژنې زیاتې شوي چې له امله یې خلک اندېښمن شوي دي.

خو طالب چارواکي بیا تر ډیره د یادو پېښو لامل شخصي دښمني په ګوته کوي.