close

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

اطلاعات روز: د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د برخلیک ټاکونکي ویسکانسین ایالت په الیکترال رایو سره تر ۲۷۰ زیاتې رایې واخیستلې او په دې سره یې د امریکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې وګټلې.

اسوشیټیډپریس خبري اژانس د ډونالډ ټرمپ الیکترال رایې ۲۷۷ او د ډیموکراټانو د ګوند د نوماندې کامالا هریس رایې ۲۲۴ ښودلې دي. سپینې ماڼۍ ته د تلو لپاره حد اقل تر ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده.

دې رسنۍ لیکلي، چې ټرمپ یو ځل بیا په ویسکانسین کې په بریالي کېدو سپینې ماڼۍ ته ستنېږي، دا هماغه ایالت دی چې نوموړي یې په ۲۰۱۶ کال کې هم بریالی کړی و.

ټرمپ به د راتلونکې میلادي کال په پېل کې د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه دویم ځل خپله ولسمشري پېل کړي.

ټرمپ څو ساعته وړاندې په فلوریډا کې د خپلو ملاتړو ترمنځ وویل: «غواړم د امریکا له خلکو د دې خارق العاده ویاړ له کبله مننه وکړم چې ستاسو د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه ټاکل شوی یم.»

ده همدا راز وویل: «زه به تر هغو ارام نه کښېنم چې زموږ اولادونو او تاسو ته مې چې وړ یې یاست یوه پیاوړې، باامنه او مرفه امریکا نه وي تسلیم کړې.»

ټرمپ په فلوریډا کې خپلو ملاتړو ته وویل: «دا به په رښتیا هم د امریکا زرینه دوره وي.»