اطلاعات روز: د افغانستان او بنګلدېش تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې بنګلدېش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړي.
د افغانستان او بنګلدېش لوبه چې نن (چهارشنبه، ۱۶ د لړم) په شارجه کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوه، افغانستان یې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې بنګلدېش د ۲۳۶ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري محمد نبي عیسیخېل تر ټولو زیاتې ۸۴ منډې وکړې، همدا راز افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم ۵۲ منډې وکړې. د دوی دواړو ملګرتیا د افغانستان لوبډله د لوبې له سخت وضعیت څخه را وایسته.
که څه هم د بنګلدېش له لوري د منډو پیل ښه و، خو د افغانستان له لوري ورو توپ اچوونکي الله محمد غضنفر ۶ بنګلدېشي لوبغاړي وسوځول. همدا راز راشدخان دوې، محمد نبي او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکیټ واخیسته.
د بنګلدېش ټول لوبغاړي په ۳۵ اور کې پر ۱۴۳ منډو وسوځېدل.
د افغانستان او بنګلدېش تر منځ دویمه لوبه به د روانې نومبر میاشتې پر اتمه ترسره کېږي.