close
© AP Photo / Anjum Naveed

د ګډو ګټو هیوادونو د افغانستان پر شاوخوا د امنيتي کمربند د جوړولو له طرحې ملاتړ کړی

اطلاعات روز: د ګډو ګټو د هیوادونو سازمان عمومي منشي سرګيي لبیدوف ویلي چې د دې سازمان اجرایوي کمېټې د افغانستان پر شاوخوا د امنيتي کمربند جوړولو لپاره د ټولیز امنیت د تړون سازمان له طرحې ملاتړ کوي.

د ټاس خبري اژانس په وینا، ښاغلي لبیدوف دا خبرې نن (پنجشنبه، ۱۷ د لړم) په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د امنیت شورا د غړو په غونډه کړې دي.

ده زیاته کړې چې دوی همدا راز د دې طرحې د جامعې توسعې لپاره غواړي چې د دې سازمان د استازو یوه ګټه کاري ډله جوړه کړي.

د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو عمومي منشي هیله ښودلې چې دا طرحه به د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیتونو، نشيي توکو او وسلو د قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ په خنثا کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان پر شاوخوا د امنيتي کمربند د جوړولو طرحه په لومړي ځل د ۲۰۲۲ کال د جنوري پر مهال د ټولیز امنیت د تړون د سازمان په غونډه کې د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان له لوري وړاندیز شوې وه.

تر دې وروسته د افغانستان په تړاو یوه کاري ډله جوړه شوه چې د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د وزیرانو شورا ته ځواب ویونکې ده.

په دې کاري ډله کې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو استازي، د ګډو ګټو خپلواک هیوادونه، د ټولیز امنیت د تړون سازمان، په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت او درېیم اړخه ذي نفع هیوادونه شامل دي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان مشرانو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ځلونو د تروریستي ډلو د فعالیت د پراختیا په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

دوی همدا راز په ځلونو د افغانستان له لارې د ترهګرو د نفوذ په تړاو اندېښنه ښودلې ده او له طالبانو یې غوښتي دي چې تروریستي ډلو ته دې له خپلې خاورې د استفادې کولو اجازه نه ورکوي.