close

د کونړ خلک: طالبان ولسي خلک صحرایي محاکمه کوي، خو طالب مجرمین خلاصې تڼۍ ګرځي

وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان منګولې خښې کړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې عامو خلکو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د صحرايي سزاګانو لړۍ چټکه شوې.

د طالبانو دغه کار د بشري حقونو خلاف او د انساني ارزښتونو ضد یادېږي او یو شمیر نړیوالو سازمانونو په دوامدار ډول د دې چارې د بندولو غوښتنې کړي، خو طالبان بیا په دې برخه کې د نړیوالو نیوکې اسلام ته بې احترامي او د نړیوالو اصولو خلاف بللې دي.

کونړ کې ځايي خلک وايي، طالبان یوازې مظلوم ولسي خلک صحرايي محاکمه کوي، خو په بېلابېلو جرمونو تورن طالب جنګیالي خلاصې تڼۍ ګرځي او هېڅوک ورسره حساب کتاب نه شي کولی.

د کونړ ولایت اوسېدونکي او فعال ځوانان د طالبانو دغه کار د بشر حقونو ضد بولي او زیاتوي، چې طالبان مجرمینو ته د سزا ورکونې په برخه کې انساني ارزښتونه او د خلکو حیثیت تر پښو لاندې کوي.

دوی وايي، په یوه اسلامي هېواد کې هم مجرمین په عام محضر کې په سزا نه رسول کېږي؛ خو طالبان له اسلامي نړۍ سره په متفاوت ډول بشري حقونه، انساني ارزښتونه او حیثیت تر پښو لاندې کوي.

د کونړ د مرکز اسعد آباد اوسېدونکی او فعال ځوان یاسین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په عام محضر کې د طالبانو دا ډول صحرايي محکمې د انسان حیثیت، وقار، ابرو او غرور له منځه وړي، دا کار د بشر ضد کار دی، دوی باید مجرمینو ته د نړۍ والو اسلامي قوانینو پر بنسټ سزا ورکړي، نه دا چې په زرهاوو کسان یې کېنولي او د هغوی په منځ کې یوې تورسرې ته سزا ورکړي.»

کونړ کې فعال ځوانان د طالبانو له لوري نارینه او ښځینه وو ته په عام محضر کې د سزا ورکړه د بشري حقونو او انساني ارزښتونو خلاف یادوي.

ځوانان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې له دې چارې دې لاس واخلي او د بشر حقونو درناوي او له اسلامي نړۍ سره په همغږۍ د ګډو قوانینو له مخې مجرمین په سزا ورسوي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکي او فعال ځوان نعمت الله صافي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «عربستان د اسلامي نړۍ مرکز دی، هلته صحرايي محکمې نشته، طالبان نه په خپل عزت دي نه د بل چا، دا په کوم قانون کې راغلي، چې زرګونه کسان را ټول کړه او د هغوی په منځ کې پر یوې تورسرې ښځې ګوزارونه کوه، د دوی د دُرو ګوزارونه هم قانوني نه دي، ځکه دوی لکه د لرګي د ګوزار په شان په نر او ښځه ګوزار کوي، باید دا کارونه پرېږدي، که نه له دې سره به یې د حکومت عمر هم لنډ شي.»

د روان زېږدیز کال د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاه د طالبانو ابتداییه محکمې د یوې ښځې په ګډون اته کسان چې په بېلابېلو جرمونو تورن بلل شوي وو عام محضر کې په دُرو ووهل

کونړ مېشتي دغه راز نیوکه کوي، چې طالبان د دغه ولایت له ځايي خلکو سره دوه ګونی چلند کوي، چې په خبره یې دا ډله یوازې عامو خلکو ته په عام محضر کې سزا ورکوي او د دغې ډلې جنګیالي او غړي چې په ګڼو جرمونو کې لاس لري خلاصې تڼۍ ګرځي.

د سیمې خلک زیاتوي، چې طالبان دې لومړی خپل هغه جنګیالي او غړي په سزا ورسوي، چې په بېلابېلو پلمو خلک ځوروي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی شمس میاخېل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په سلهاوو طالبان کونړ کې له خلکو رشوت اخلي، خلکو سره جنګونه کوي، خلک ځوروي، غلاګانې کوي، په زور یې نکاح ګانې کړي، خو تراوسه ورته طالبانو نه په عام محضر کې سزا ورکړه، نه په محکمه کې، دوی باید دا توپیریز چلند پرېږدي، خلکو ته باید د کار روزګار غم وکړي، خلکو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو زمینه برابره کړي، غوښتنه مې دا ده، چې طالبان دې نور اولیتونه وپېژني، د خلکو له سپکولو دې لاس واخلي.»

اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه، چې کونړ کې د طالبانو له لوري د خلکو د صحرايي محکمه کولو په تړاو په دغه ولایت کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم ولري، خو له هڅو سره سره د هغوی پر نظر اخېستو بریالي نه شوو.

د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې تر بل هر وخت په عام محضر کې د هغو ولسي خلکو په دُرو وهلو لړۍ چټکه شوې، چې د دې ډلې له لوري په جرمونو تورن بلل کېږي.

د طالبانو دغه کار د ګڼو بهرنیو بنسټونو له لوري غندل شوی او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې انساني حرمت ته دې درناوی وکړي او د خلکو له صحرايي محاکمه کولو دې لاس په سر شي.

خو د طالبانو حکومت بیا د کورنیو او بهرنیو بنسټونو غوښتنې رد کړي او وايي، چې په دې برخه کې د هېچا فرمایشونه نه مني او دا کار یې د اسلامي شریعت پلي کول یاد کړي دي.

یادونه: په دې راپور کې د خلکو ذکر شوي نومونه مستعار لیکل شوي دي.