اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې یو کس د »زنا» په تور عام محضر کې په دُرو وهلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ادارې یاد کس تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۶ د لړم) د هسکې مېنې ولسوالۍ په انګړ کې ۳۹ دُرې وهلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د تورن کس هویت معلوم نه دی، خو طالبانو یاد کس ته د سزا ورکولو پرمهال عامو خلکو ته ویلي، که هر څوک د اسلامي شریعت خلاف عمل وکړي له دا ډول سزاوو سره به مخ شي.
له دې یوه اوونۍ وړاندې هم د ننګرهار په کوز کونړ او مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي وو.
د معلوماتو له مخې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نهو ښځو په ګډون ۴۶ کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.