close

سیګار: امریکا په دریو کلونو کې له افغانستان سره ۳.۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړې

اطلاعات روز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې امریکا د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستان سره ۳.۳۳ میلیارده ډالره بشري او پرمختیايي مرسته کړې.

د سیګار په وینا، امریکا اوس هم د افغانانو تر ټولو لوی مرسته کونکی هېواد دی.

د دغه دفتر د راپور له مخې، امریکا یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره څه باندې ۸۸۵ میلیونه ډالره مرسته کړې او یا یې ژمنه کړې ده.

له دې بودیجې څخه د ۲۰۲۴ مالي کال په څلورمه ربع کې د ملګرو ملتونو د څو دفترونو حسابونو ته له ۵۳۴ میلیونو ډالرو زیاتې پیسې ور زیاتې شوي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې، امریکا افغانستان او افغان کډوالو ته په ټولیز ډول ۲۱.۰۶ میلیارده ډالره مرسته کړې او یا یې دې هیواد ته په واک کې ورکړي دي.

د سیګار د راپور له مخې، په دې بودیجه کې شاوخوا ۳.۳۳ میلیارده ډالره هغه پیسې شاملې دي چې امریکا له افغانستان سره د مرستو په ځانګړې توګه د بشري او پرمختیايي مرستو لپاره ورکړي دي.

دغه راز په نورو ۳.۵۰ میلیارده ډالرو کې د افغانستان د مرکزي بانک نیمایي زیرمې هم شاملې دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د امریکا په یوه بانک کې کنګل شوي او امریکا په سویس کې ځانګړي صندوق ته انتقال کړې.  د سیګار په وینا، دا بودیجه د افغانانو په ګټه نه ده لګول شوې، بلکې موخه یې د لوی مالي ثبات ساتل دي او په اوږد مهال کې د شرایطو د پوره کېدو په صورت کې کولای شي د افغانستان د مرکزي بانک د پانګې زیاتوالی پکې شامل شي.

د سیګار د راپور له مخې، د امریکا له ۲۱.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې څخه ۸.۷۰ میلیارده ډالر د متحدینو د هرکلي په عملیاتو کې د هغو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره لګول شوي چې په امریکا کې مېشت دي.  همدا راز د امریکا د دفاع وزارت هم په بهر کې د امریکا متحدینو سره د مرستې لپاره ۵.۳۶ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

له افغانستان سره د امریکا د مرستو راتلونکی لا روښانه نه دی.  داسې انديښنه شته چې د امريکا په نوي حکومت کې به له افغانستان سره مرستې کمې او يا بندې شي.

یو شمېر امریکايي سیاستوال د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په اړه اندېښمن دي.

څه موده وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د امریکا اجرایوي شریکانو د طالبانو حکومت ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالر ورکړي دي.