close

طالبانو په کونړ کې د نجونو دوه ښوونیز مرکزونه تړلي دي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د یوې همکارې موسېسې په ملاتړ د نجونو دوه ښوونیز مرکزونه تړلي دي. 

یوې ځايي سرچینې وویل، چې طالبانو د نجونو دا ښوونیز مرکزونه د تېرې چهارشنبې په ورځ (۱۶ د لړم) تړلي دي. 

سرچینه وايي، دا ښوونیز مرکزونه د «ګېټز» په نوم د یوې مرستندویې ادارې په مالي ملاتړ دوه کاله وړاندې له طالبانو سره په همغږۍ له دولسم ټولګي څخه د فارغو شویو نجونو د زده کړو په موخه فعال شوي وو. 

سرچینه زیاتوي، چې په دغو مرکزونو کې د ښځینه استادانو له لوري د عصري او دیني علومو د زده کړو ترڅنګ نجونو ته میاشتې سل ډالر هم ورکول کېدل. 

یوې بلې سرچینې بیا د دغو ښوونیز مرکزونو د تړل کېدو لامل د طالبانو له لوري له دغې موسېسې څخه د پیسو «قلنګ» اخېستل بللي دي. 

تر اوسه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د دې موضوع په تړاو څه نه دي ويلي. 

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په ټول هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو له تړل کیدو سربیره د نجونو ګڼ ښوونیز مرکزونه هم تړلي دي.