اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو کې طالبانو د تیر جمهوري حکومت درې سرتیري د«مقاومت جبهې» سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.
یوې سرچینې نن (یکشنبه، ۲۰ د لړم) وویل، چې یاد کسان په تېرو څو اوونیو کې په دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي او د کابل «چهل» زندان ته لیږدول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې د دولت شاه ولسوالۍ د محلي پولیسو پخوانی قومندان محمد اقبال او دغه راز د ماخان او حکمت الله په نامه د محلي پولیسو دوه نور سرتیري هم شامل دي.
د سرچینې په خبره دغه پخواني نظامیان طالبانو له «مقاومت جبهې» سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.
د سرچینې په حواله د نیول شویو کسانو د کورنۍ غړو د طالبانو یاد تورونه رد کړي دي.
تراوسه لغمان کې طالب چارواکو د یادو نظامیانو د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار، کونړ، نورستان او د هیواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم ځینې کسان د دوی له مخالفو ډلو سره د اړیکو په تور نیولي، شکنجه کړي او حتا وژلي دي.