close
انځور: استول شوی

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د سره رود ولسوالۍ د املاکو مدیر نیولی

اطلاعات روز: د ننګرهار له سره رود ولسوالۍ څخه ځايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د یادې ولسوالۍ د املاکو مدیر جانداد خان دوې اونۍ وړاندې نیولی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، د املاکو مدیر جانداد خان د سره رود ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په امر «د یو دولتي ښارګوټي د غصب مخه نیولې او هلته چې کوم تاسیسات جوړ شوي وو او کوم څه کرل شوي وو، هغه یې له منځه وړي.»

سرچینو زیاته کړې چې په دې لړ کې ځيني ړنګ شوي تاسیسات د ننګرهار لپاره د طالبانو د مرستیال والي مصطفی د دویمې میرمنۍ له خسرګنۍ سره تړاو درلود.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو د سره رود ابتدایه محکمې مسولینو او ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ځان له دې موضوع عاجز ښودلی او ویلي یې چې دا موضوع مرستیال والي مصطفی شخصي تعقیبوي.

د طالبانو د ننګرهار استناف محکمې هم ددې دوسیې له تسلیمولو انکار کړی او ویلي چې نوموړی دې خوشې شي.