close
ACB

د افغانستان او بنګلدېش تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ؛ افغانستان په درېیمه لوبه کې په پنځو ویکیټو بنګلدېش ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو په درېیمه لوبه کې افغانستان وکولای شول چې د ۲۴۵ منډو هدف د پنځو ویکیټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړي او په دې توګه یې د یو ورځنیو لوبو لړۍ یو پر دوه له بنګلدېش څخه وګټله.

د افغانستان او بنګلدېش تر منځ لوبه چې نن (دوشنبه، ۲۱ د لړم) په شارجه کې ترسره شوه، بنګلدېش پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره افغانستان ته د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ.

د بنګلدېش له لوري محمود الله تر ټولو زیاتې ۹۸ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي څلور بنګلدېشي لوبغاړي وسوځول، همدا راز راشد خان او محمد نبي هم یوه-یوه ویکیټ تر لاسه کړه.

د افغانستان له لوري د پیل توپ وهونکي رحمان الله ګربز سلیزه وکړه او همدا راز عظمت الله عمرزي هم ناسوځیدلې ۷۰ منډې جوړې کړې او د ۴۹ اور پر دویم توپ یې د شپږیزې په وهلو سره لوبه وګټله.

افغانستان تر دې وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه له بنګلدېش څخه ګټلې وه او دویمه لوبه یې یاد هیواد ته وبایلله مګر په دې دویمه بریا سره یې وکولای شول چې په پرلپسې توګه درېیمه لوبلړۍ هم وګټي. تر دې وړاندې افغانستان له جنوبي افریقا او ایرلینډ څخه هم د یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلې وې.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د اتلانو تر جام وړاندۍ له زمبابوې سره هم د لوبو لړۍ ولري.