close

د «اېکو» غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه راتلونکې اوونۍ په مشهد کې جوړیږي

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به راتلونکې اوونۍ په مشهد ښار کې جوړه شي.

بقایي د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړې چې د اېکو سازمان د غړو هېوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي، د دې سازمان د تخصصي سیمه‌ییزو ادارو مدیران او د ځینو څو اړخیزو اقتصادي سازمانونو عمومي منشيان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

افغانستان د اېکو سازمان غړی دی، خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې سازمان غونډې د افغانستان د استازو له ګډون پرته ترسره شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مشهد په غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د اېکو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه څرګندونې نه دي کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اېکو سازمان د رول او ارزښت په اړه ویلي: «د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) د پراختیايي هېوادونو په منځ کې له هغو پخوانیو سیمه‌ییزو ترتیباتو څخه دی چې د سیمه‌ییز اقتصادي پرمختګ په برخه کې کار کوي.»

ایران په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د اېکو سازمان دوره‌يي مشري په غاړه لري.