اطلاعات روز: د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې د پاکستان په لوېدیځ خیبرپښتونخوا ایالت په کرم ولسوالۍ کې د وروستیو درو ورځو پر مهال د توکمیز تاوتریخوالي له امله ۸۲ تنه وژل شوي او ۱۵۶ تنه نور ژوبل دي.
یوه ځايي چارواکي نن (یکشنبه، ۴ د لیندۍ) دې رسنۍ ته ویلي چې په وژل شویو کې ۱۶ تنه سنیان او ۶۶ تنه نور شیعه ګان دي.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې تر اوسه په سیمه کې د تازه نښتو له امله د نورې مرګژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
د دې رسنۍ له راپور سره سم، د نښتو د پای ته رسولو لپاره د پاکستان د ایالتي حکومت پلاوی کرم ته رسېدلی او د شیعه ټولنې له غړو سره یې کتلي دي او ټاکل شوې ده چې د دې سیمې له اهل تسنن وګړو سره هم وګوري.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت یوه ایالتي وزیر افتاب علم خان ویلي چې د دوی لومړیتوب د دواړو اړخونو تر منځ اوربند کول دي او تر دې وروسته به پر نورو مسایلو خبرې کېږي.
په کرم ولسوالۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ نښتې تر هغه وروسته پیل شوې چې د پنجشنبې په ورځ وسلوالو کسانو د شیعه ګانو پر مسافر وړونکي ګاډي برید وکړ او لږ تر لږه ۴۳ تنه یې ووژل.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، تر دې وروسته شیعه ګانو د سنیانو پر سیمه برید وکړ او د دواړو اړخونو تر منځ نښتې تر پرون شپې پورې روانې وې.
د دې نښتو له امله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
دا سیمه چې له افغانستان سره پوله لري، د وروستیو میاشتو پر مهال د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ د مرګونو نښتو شاهده وه.