close

نورستان کې د غره پر سر د نښتې له امله یو دیني عالم وژل شوی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د غره پر سر د نښتې له امله یو ځایي دیني عالم وژل شوی دی.

سرچینې نن (یکشنبه، ۴ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په اړونده شیمه کې را منځته شوې.

سرچینه وایي، دا دیني عالم «مولوي نور احمد یاد» نومېږي او په خبره یې چې د غره پر سر د نښتې له امله وژل شوی.

بل لور ته نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم دا پېښه منلې او وایي چې د دې پېښې په تور یې درې کسان نیولي.

د صمیم په وینا چې نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې د غره، ځمکې او نورو لاملونو له امله ګڼې نښتې را منځته شوي او مرګ ژوبلې يې هم له ځان سره لرلې.