اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د هرات په سرحدي سیمو کې د ټاپي پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې متقي او مرادوف د دې لیدنې پرمهال د ټاپي نل لیکې، د اوسپنې پټلۍ د غځیدو، د تور غونډۍ د اوسپنې پټلۍ د تمځای د ګودامونو، نوري فایبر د انتقال او د ویزو او ترانسپورټي چارو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.
ټاپي د سیمې یوه ګډه پروژه ده، چې ټاکل شوې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقال کړي.
دا پروژه په لومړي ځل د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ میاشتې پرمهال د ترکمنستان په خاوره کې او د ۱۳۹۶ کال د کب میاشتې پرمهال د افغانستان، هند او ترکمنستان د مشرانو له لوري په هرات کې افتتاح شوه؛ خو د پرمختګ چارې یې وځنډیدلې.
طالبانو او ترکمنستان سږکال په وږي میاشت کې یو ځل بیا د افغانستان په خاوره کې ټاپي د پاکستان او هند د استازو له شتون پرته پرانیسته.
د طالبانو په وینا، اوسمهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار روان دی.
د ټاپي پروژې د کار لګښت ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی. پخوا داسې ویل کېدل چې دا لګښت د اسيا د پرمختيايي بانک (اي ډي بي) له لوري ورکول کېږي، خو دې بانک د طالبانو تر راتلو وروسته د ټاپي پروژې له تمویل څخه لاس اخیستی دی.
د طالبانو او ترکمنستان چارواکو په دې وروستیو کې د ټاپي د تمویل په اړه څه نه دي ويلي؛ خو داسې ښکاري چې اوسمهال دا پروژه یوازې د ترکمنستان په مالي او لوجستيکي پانګونې سره مخته وړل کېږي.