close
@WFP_Afghanistan on X

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د مرستو رسولو د دوام لپاره د ۷۱۸ میلیونه ډالرو بودیجې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا لري.

دې پروګرام نن (سې شنبه، ۲۷ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.

د خوړو نړیوال پروګرام څه موده وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهیږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.

دغه پروګرام وايي، چې د ۲۰۲۴ کال له نوامبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپریل پورې یې له شپږو میلیونو څخه زیاتو خلکو ته ژمنۍ مرستې پیل کړي؛ چې په دې کې ۱.۵ میلیونه هغه کسان هم شامل دي، چې په سختو سیمو کې د درنو واورو شاهدان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په ډاګه کړې، چې په بدخشان، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې له ۶۲ زره ټنو زیات خوراکي توکي چمتو شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) سږکال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه؛ خو ویل کېږي چې د دې بودیجې ۳۷.۵ سلنه ورکړل شوې ده.

د اوچا په وینا، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.